ss s
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالی ويسا

خبرتياوې
اعلانات

 
  • Photo
  • Photo
  • Photo
  • Photo
  • Photo
  • Photo
  • Photo
  • Photo
PAUSE

---2013-05-23 (په امنيتي جلسه کي امنيتي ارګانونو ته جدي سپارښتنه وسوه) ---2013-05-22 (دکندهار دحج او اوقاف رياست د حج لارښود او ملايان په محلي سطحه ټاکي) ---2013-05-21 (د معروف خلکو ته د جمهور رئيس د تعزيت مراتب وړاندي سول) ---2013-05-20 (په کندهار کي ډيپلوماټيکه ساحه جوړيږي) ---2013-05-18 (پتيال: د عينو مېني غبرګي چاودني په پاکستان کي پلان سوي وې) ---2013-05-17 (په کندهار د غبرګو چاودنو زياته برخه عام خلک دي) ---2013-05-17 (غبرګو موټر بم چاودنو تر ٦٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبه واړول) ---2013-05-16 (دکندهار پوليسو تېره اوونۍ (٣٣) تنه وسلوال مخالفين وژلي دي) ---2013-05-15 (د کابل څخه راغلي پلاوي وايي چي د تيرو لاريونونو په تړوا (٣٠ ) تنه مضنون کسان نيول سوي دي) ---2013-05-14 (د پروني پيښي د زخميانو سره نقدي مرسته وسوه) تازه خبرونه ـــ
Loading
په امنيتي جلسه کي امنيتي ارګانونو ته جدي سپارښتنه وسوه
۲ / ۳ / ١٣٩٢
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال نن د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي وويل، که چېري د بعضو امنيتي ادارو مسئولين نه سي کولاى، چي په امنيتي لحاظ په سمه توګه د خلکو اړتياوو او غوښتنو ته رسيدګي وکړي، نو ښه به دا وي، چي خپلي دندې پرېږدي او سپارل سوى مسئوليت هغه چا ته وسپاري، چي د امنيت د تامين وړتيا لري او که نه، نو دى به خپله دنده پرېږدي.
[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
دکندهار دحج او اوقاف رياست د حج لارښود او ملايان په محلي سطحه ټاکي
۱ / ۳ / ١٣٩٢
کندهار افغانستان- دکند هار ولايت د حج او اوقاف رئيس مولوي نورالعزيز آغا نن په يو مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالاتنو ته وويل، د دوي رياست پلان لري چي په راوان کال کي به د ټول زون په سطحه د ديني علماو څخه ازموينه واخلي.
ده وويل چي له دې ورسته به د کندهار علما کابل ته د ازمويني لپاره نه ځي بلکې سږکال به د دوي څخه دلي په کندهار کي ازموينه واخيستل سي او دغه علما به د حج دمراسمو په ترسره کولو ، حاجيان ته لارښونه کوي.
[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
د معروف خلکو ته د جمهور رئيس د تعزيت مراتب وړاندي سول
۳۱ / ۲ / ١٣٩٢

کندهار افغانستان- د کندهار ولايتي ادارې د معروف ولسوالۍ خلکو ته د هغې پېښي له خاطره چي تېره اوونۍ په ارغسان کي رامنځ ته سوه او پکښي د معروف اوسېدنکي په شهادت ورسېدل، د جمهور کرزي د تعزيت مراتب وړاندي کړل.

يوه لوړ رتبه دولتي پلاوي چي مشري يې د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال کول او پکښي امنيه قومندان او ډېر نور مسؤلين شامل ول، معروف ولسوالۍ ته سفر وکړى او هلته يې ځايي اوسېدونکو ته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس، حامد کرزي د غم شريکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندي کړل.

[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
د بغلان پر خونړۍ پېښه د کندهار والي د خواشينۍ پيغام
۳۰ / ۲ / ١٣٩٢

کندهار افغانستان- د ژوري خواشينۍ ځاى دى چي نن يو ځل بيا ددې خاوري يو بل مخلص بچى د لسو تنو نورو افغانانو سره يو ځاى د يوه ترورستي بريد قرباني سو.

د افغانستان د سولي او پرمختګ د لاري خنډ کړيو، نن په خپل يوه بل ناروا، او ناځوانمردانه بريد کي د بغلان په پلخمري کي د ولايتي شورا مخته، ددې شورا د رئيس په ګډون لس تنه نور افغانان په شهادت ورسول. ((اِنا لِلهِ وَ اِنا اِليهِ راجِعُون))

[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
په کندهار کي ډيپلوماټيکه ساحه جوړيږي
۳۰ / ۲ / ١٣٩٢

کندهار افغانستان- د کندهار ولايت په ختيځه برخه کي د بهرنيو کونسلګريو او ډيپلوماټانو لپاره په سهېل کي د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ لخوا ځانګړې ډيپلوماټيکه ساحه جوړيږي.

په سهېل کي د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ رئيس ښاغلى عبدالنافع ثنا نن دولايت مقام د رسنيو په مرکز کي په يو مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالانو ته وويل چي يو شمېر هيوادونه غواړي چي په کندهارولايت کي کونسلګري ولري خو د

[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
پتيال: د عينو مېني غبرګي چاودني په پاکستان کي پلان سوي وې
۲۸ / ۲ / ١٣٩٢

کندهار افغانستان- د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال وايي چي د کندهار په عينو مېنه کي د تېر ماښام ځانمرګى بريد او موټر بم چاودنه د پاکستان په کويټې ښار کي پلان سوي او د هغوى د ګټو د خوندي کوونکو لخوا عملي سوې.

نوموړي چي نن يې د ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته خبري کولې زياته کړه چي د دغه تازه بريدونه د پاکستان په اشاره د بعضو کم عقلو او خطا وتلو افغانانو چي د طالبانو تر نوم لاندي کار کوي، په مرسته عملي سوي دي.

[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
په کندهار د غبرګو چاودنو زياته برخه عام خلک دي
۲۷ / ۲ / ١٣٩٢
کندهار افغانستان- د کندهار په عينو مېنه ښارګوټي کي غبرګو موټر بم چاودنو کي تر شپيتو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چي اکثريت ولسي وګړي ول.
دغه دوې چاودني نن ماښام اووه نيمي بجې د عينو مېني داخل د ګڼه ګوڼي څخه په يوه ډکه ساحه کي د پوليسو پر رنجر موټر باندي سوې چي په نتيجه کي يې ٩ تنه شهيدان او ٦٢ تنه زخميان دي، په شهيدانو کي درې تنه پوليس او نور عام خلک دي او د ٦٢ تنو زخميانو له جملې اووه پوليس او د يوه ماشوم په ګډون نور ټول عام وګړي دي.
[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
د کندهار پر ننۍ پيښي د کندهار والي د خواشينۍ پيغام
۲۷ / ۲ / ١٣٩٢
کندهار افغانستان- په خورا زيات غم او خفګان سره خبر سوم چي نن يو ځل بيا د افغانستان او افغانانو دښمنانو لسګونه افغاني کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې.
نن ماښام اووه نيمي بجې د کندهار ښار د عينو مېني په ښارګوټي د غبرګو موټر بم چاودنو په نتيجه کي نهه تنه شهيدان او تقريباً شپېته نور زخميان سول چي لويه برخه يې ولسي افغانان دي.
[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
غبرګو موټر بم چاودنو تر ٦٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبه واړول
۲۷ / ۲ / ١٣٩٢

کندهار افغانستان- د کندهار په عينو مېنه ښارګوټي کي غبرګو موټر بم چاودنو کي تر شپيتو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چي اکثريت ولسي وګړي ول.

دغه دوې چاودني نن ماښام اووه نيمي بجې د عينو مېني داخل د ګڼه ګوڼي څخه په يوه ډکه ساحه کي د پوليسو پر رنجر موټر باندي سوي چي په نتيجه کي يې تر دې دمه ٩ تنه شهيدان دي او تر پنځوسو زيات زخميان دي.

[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
دکندهار پوليسو تېره اوونۍ (٣٣) تنه وسلوال مخالفين وژلي دي
۲۶ / ۲ / ١٣٩٢

کندهار افغانستان- دکندهار دامنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه د ولايت مقام د رسنيو په دفترکي د امنيتي کنفرانس په ترڅ کي خبريالانو ته وويل چي د تيرۍ اوونۍ د ځانګړو چاڼيزو عملياتو په نتيجه کي ملي پوليسو(٣٣) تنه وسلوال مخالفين وژلي دي.

ښاغلى اطرافي وويل چي د دغه عملياتو په نتيجه کي د وسلوالو مخلفينو څخه يو تن زخمي او (٤٩) نور زخميان هم نيول سوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

[بشپړ متن ـ ـ ـ ]
hits  
خبرتياوې
د کارموندلو موقع
د شرکتونو لپاره نوې پروژې